د ميدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۶۵ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو میاشتو کې سل بستریز روغتون جوړېږي.
د ميدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد سالم اصغرخېل ويلي چې دغه روغتون پر اووه نیم جریبه ځمکه جوړېږي. د هغه د معلوماتو له مخې، د روغتون ودانۍ به یوه پوړیزه وي او پر اړینو طبي وسایلو به هم سمبال شي.
هغه زیاته کړې چې د دې پروژې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند د ملي پراختیا شرکت ورکوي.
اصغرخېل ویلي چې په دغه روغتون کې به پر کرونا ویروس د اخته کسانو پر تشخیص او درمنلې سربېره د نورو ناروغانو درملنه هم کېږي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت والي مظفرالدین یمین د یاد روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال له ولسمشر او عامې روغتیا له وزارت څخه مننه کړې او په خبره یې، د دغه روغتون په جوړېدو سره به د کرونا پر وړاندې مبارزه نوره هم پیاوړې شي