د پکتيکا چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د جلغوزو د حاصلاتو اندازه څه باندې ١٤زره ټنو ته لوړه شوې چې د تېر کال د جلغوزو حاصلاتو له دوه برابره هم ډېره ده.
د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر صديقي ويلي چې په تېرو شپږو کلونو کې په دغه ولايت کې د جلغوزو حاصلات دومره نه وو، لکه سږ کال چې دي.
هغه زیاته کړې چې تېر کال په دغه ولايت کې نږدې شپږ زره ټنه جلغوزي توليد شوي وو، خو سږ کال يې حاصلات څه باندې ١٤زره ټنه دي.
د نوموړي په وينا، له کله چې چين ته د جلغوزو صادراتو لړۍ پيل شوې، د دغه ولايت اوسېدونکو دې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړه، نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.
هغه ویلي چې تېر کال د دغه ولايت زرګونه ټنه جلغوزي چين ته صادر شول، خو په وروستيو کې د کرونا ويروس له امله دغه لړۍ ودرول شوه.