ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي وایي چې له کرونا سره د مبارزې په نوم راغلې پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي. دوی روغتیا وزارت په دې برخه کې پړ بللی او زیاته کړې یې ده چې د دوی له غوښتنو سره سره یې تر اوسه د کرونا پر وړاندې د مصرف شوې بودجې اسناد له دوی سره نه دي شریک کړي. وکیلانو روغتیا وزارت د دې پیسو په حیف و میل تورن کړی او ویلي یې دي چې که چېرته دوی اسناد ولري نو ولې یې له دوی سره نه شریکوي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا ویلي چې د دې جرګې رییسانو کمېټه به ډېر ژر د روغتیا وزارت په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. د راپورونو له مخې تر اوسه بیلابیلو هېوادونو او بنسټونو له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې په موخه ۹۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.