حکومتي چارواکي، پاکستان ته د غنمو د قاچاق په اړه اندېښمن دي او دغه هېواد ته د تللو لارو د جدي نظارت غوښتنه کوي. د کرنې وزارت چارواکي وایي، پاکستان ته د قاچاق کېدونکو غنمو د اندازې په اړه کره معلومات نه لري. دوی وایي چې ډېر غنم د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه قاچاق کیږي. په وروستیو کې د هلمند خلکو په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې پاکستان ته د غنمو د قاچاق کېدو له کبله د غنمو بیه لوړه شوې ده. افغانستان په کال کې شاوخوا ۶.۳ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري. د افغانستان د صنایعو خونې هم د غنمو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د قاچاق مخه يې ونیسي او د اوړو پر وارداتو مالیه زیاته کړي. د دې ادارې د چارواکو په وینا د اوړو د مالیې په ډیرېدو سره به سوداګر غنم وارد کړي او د هېواد د اړمنو خلکو ستونزې به راکمې شي.