امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده. د آف-ګاردین په نامه یوه نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي د امریکا ډېری نظامي چارواکي ددې ملاتړي دي چې باید په افغانستان کې نظامي حضور ولري ځکه دوی په یوه پراخ فساد کې ښکېل دي. د سرچینې په خبره امریکایانو خپلې ډېره برخه مرستې بېرته د خپلو قراردادیانو او مفسدو ملګرو پر مټ غلا کړې دي. دغه رسنۍ وایي چې امریکایي چارواکو د فساد او ډېرو لګښتونو لپاره هغه قراردادونه چې په ډېر کم لګښت کېدلی شوای په ډېرو لوړو پیسو کړي دي. په مقاله کې راځي چې د ارزانه تېلو پر ځای څو برابره ګران بیه تېل اخیستل کېدل، د ارزانه توکو پر ځای په څو برابره لوړو پیسو همغه توکي له نورو امریکایي کمپنیو اخیستل کېدل دغه راز سرچینه کاږي چې لا هم د افغان پوځ لپاره د امریکا له لوري په اخیستل کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کې ستر فساد موجود دی. یاده رسنۍ تور پورې کوي چې امریکا خپله ډېره برخه مرستې بېرته له افغانستان پټوي.