نړیوالو بنسټونو له فساد سره د افغان حکومت پڅه مبارزه د اندېښنې وړ بللې ده. تازه په افغانستان کې د فساد د موجودیت په اړه اندېښنې خورا اوج ته رسېدلې دي، خو افغان حکومت یې په اړه هېڅ راز غبرګون نه ښيي. په ګمرکونو، دولتي ادارو، عایداتي سرچینو او لوړپوړو حکومتي څوکیو کې د فساد په اړه ډول ډول راپورونه خپرېږي او نړیوالو بنسټونو هم د دغه سیستماتیک موجود فساد په اړه اندېښنه ښودلې ده. تازه ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا په ګډه اعلامیه کې له فساد سره د افغان حکومت پڅه مبارزه غندلې ده. دوی ویلي چې په ځانګړې توګه له کووېډ- ۱۹ سره د مبارزې پر مهال باید د فساد مخه ونیول شي.
ولسمشر غني ځان د فساد پر وړاندې په مبارزه کې بریالی بولي، خو افغانستان لا هم د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی. نه یوازې نړیوال بنسټونه، بلکې هر عام افغان په حکومت کې د موجود فساد له امله تر پوزې رسېدلی دی او حکومت ملامت بولي. تازه په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سفارتي ګروپ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت پڅه مبارزه د جدي اندېښنې وړ ده.
په دغه ګروپ کې ملګري ملتونه، د اروپايي ټولنې ځینې استازي، امریکا، جاپان، برېټانیا او د ګڼو نورو هېوادونو سفارتونه شامل دي او په یوه ګډه اعلامیه کې یې ویلي چې د فساد اوسنۍ کچې اندېښمن کړي دي. د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو راپور وښوده چې افغان حکومت د فساد ضد مبارزه کې بریالی نه دی، نو اړینه ده چې په دې برخه کې اقدامات ډېر کړي. دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی د فساد پر ضد په مبارزه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي او اړینه ده چې حکومت د فساد پر وړاندې رښتیني او جدي ګامونه اوچت کړي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ګڼې ادارې جوړې کړې دي، خو بیا هم بریالی شوی نه دی چې فساد له منځه یوسي. د دغې ادارې په خبره، اوسنی فساد د افغانستان د سولې او پرمختګ په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی او تر ټولو مهمه دا ده چې افغان حکومت د فساد د ختمولو لپاره اړین او کارنده تګلاره نه ده جوړه کړې. ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغان حکومت باید د فساد د ختمولو لپاره یو مستقل کمېسیون جوړ کړي او دغه کمېسیون باید د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن وي چې د فساد پر وړاندې به اقدام کوي.
له دې سره جوخت سیګار هم ویلي وو چې د افغانستان حکومت د فاسدو او هغو کسانو په نیولو کې ناکام دی چې عدلي او قضايي ارګانونو یې د فساد په تور د نیولو حکم کړی دی. سیګار ویلي وو چې محاکمو په افغانستان کې د ۶۳۰۰ مفسدو کسانو د نیولو حکم کړی، خو تر اوسه افغان حکومت د پام وړ اقدام نه دی کړی او ډېر کم شمېر په فساد کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم وايي چې کورنیو چارو وزارت د مفسدو کسانو په نیولو کې بریالی نه دی. د دغه بنسټ یو غړی وایي چې د حکومت له لوري د یادو کسانو نه نیول کېدل او همدا راز د دوی پر وړاندې د محاکمې د حکم نه اجرا کېدل د جدي اندېښنې وړ دي او په دې مانا ده چې د افغانستان محاکم کمزوري دي او د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې پاتې راغلي.
بلخوا بیا ګڼې افغان رسنۍ هم په افغان حکومت کې د فساد په اړه راپورونه ورکوي. همدا پرون هم ځينو رسنیو په کابل او ولایتونو کې د ډوډۍ د وېش په پروګرام کې د میلیونونو ډالرو اختلاس راپورونه خپاره کړي وو. دا ټول هغه راپورونه او اندېښنې دي چې حکومت یې په اړه ان ځان هم نه خبروي او د خلکو پوښتنو ته ځواب نه وایي.