په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې په رسنیو کې د فساد په اړه د خپرو شویو راپورونو ادعاوې دې په بشپړه توګه وڅیړي. یاد سفارت په یو ټویټ کې د سفیر راس ویلسن له قوله ویلي چې د کرونا ویروس د میلونونو افغانیو د غلا او د کابل ښاروالۍ د ډوډۍ وېش اړوند د فساد موارد باید تر جدي څیړنو لاندې ونیول شي. د یادونې ده چې مخکې له دې یو شمیر افغان رسنیو کرونا ویروس سره د مبارزې او کابل ښاروالۍ له لوري د ډوډۍ ویش پروسه کې د مالي فساد په اړوند راپورونه خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې کابل ښاروالي، د خوراکي موادو اتحادیې او نانوایانو د اجورې په نامه اته سوه میلیونه افغانۍ خپلو شخصي جېبونو ته وهلې دي.