د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د بُست تصدۍ فابریکه فعاله کړې او له اووه کلن ځنډ وروسته پکې د پنبې د پروسس بهیر بیا پیل شوی دی. د هلمند والي محمد یاسین د یادې فابریکې پرانیستغونډې ته په خبرو کې ویلي، سږکال به د دې فابریکې لپاره ۴ زره ټنه پنبه وپیرل شي، چې تر اوسه يې ۸۰۰ ټنه رانیول شوي ده. د هغه په خبره په دغه فابریکه کې به دغه راز غوړي، صابون، کنجاړه، لنتر او پنبه تولید شي. نوموړي زیاته کړې چې په یاده فابریکه کې به زرګونه کروندګرو ته په غیر مستقیم او درې سوه نورو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.