پاکستان وایي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره به واګه بندر پرانیزي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له افغانستان سره د هوکړو له مخې غواړي په سوداګریزه برخه کې ددواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي نو له همدې امله یې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو مهم بندر واګه پرانیستی دی او سر له سبا به سوداګري ورباندې پيلېږي. پاکستان ویلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا ښې او ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پیاوړې کړي. پاکستاني حکومت همدا راز ویلي چې له افغانستان سره یې دمګړی ټولې سوداګریزې لارې پرانیستې دي او سوداګري په عادي حالت کې ده. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د اختلافونو او ستونزو له امله د سپین بولدک-چمن مهمه لار لا هم تړلې ده او خلک ددغه لارې د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.