د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۱۴ زره او ۲۴۰ مليارده يوانو ته رسېدلی ده.
که څه هم دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۲ سلنه ټيټ شوې ده، خو د کمښت انډول د لومړۍ ربعې په پرتله ۳ اعشاريه ۳ سلنه ټيټ شوی دی.
په تېره بيا له اپرېل راهيسې د چين د صادراتو ارزښت په مسلسلو ۳ مياشتو کې مثبته وده کړې او په جون کې د چين صادراتي او وارداتي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴ اعشاريه ۳ سلنه او ۶ اعشاريه ۲ سلنه زياته شوې ده او سږکال د لومړي ځل لپاره دواړو مثبته وده کړې ده.
له دې څخه څرګندېږي چې که څه هم د چين بهرني تجارت د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د کوويد-۱۹ وبا له امله زيانمن شوی، خو د تمې خلاف يې ښه پرمختګ کړی او ورو ورو ثبات خوا ته روان دی. دا په ګوته کوي چې د چين بهرنۍ سوداګري د ثبات لپاره د چين حکومت هڅې اغېزمنې دي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې يعنې آسيان سره وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت ۲۰۹۰ مليارده يوانو ته رسېدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښیي.
دغه رقم د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي اندازې کې ۱۴ اعشاريه ۷ سلنه نيسي. آسيان د اروپايي ټولنې پر ځای د چين لومړنی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی او دليل يې دا دی چې د آسيان په غړو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول عمومي وضعيت نسبتا ښه دی.
پر دې سر بېره، په وروستيو کلونو کې ، د چين او آسيان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژورې روانې دي،په صنعتي برخه کې د دواړو خواوو اړيکې ډېرې نیږدې شوي او دوه اړخيز تجارت يې په ثابت ډول پرمختګ کړی دی.
يادې شمېرې ښيي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د اوږدې مودې ښې پراختيا رجحان نه دی بدل شوی.
په تېره بيا د چين د بهرني تجارت د ثبات لپاره اړوندې تګلارې او اقدامات په دوامداره توګه پلي شوي دي. چين د بهرنۍ سوداګرۍ د بنسټيز بازار د ثابتولو توان لري او چين به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي او د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره خدمتونه وکړي.