د افغان حکومت په بېلا بېلو ادارو کې د فساد په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته تازه په واشنګټن کې د افغان سفارت د دېوال جوړولو په پروژه کې د پراخ فساد راپورونه خپاره شوي دي. تازه د ملي شورا دواړو جرګو د ولسمشر د دوو خورا نږدې کسانو په ګډون څلور تنه لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي، څو په واشنګټن کې د شوي فساد په اړه وضاحت ورکړي. دا کسان په بهر کې دي، خو مشرانو جرګه وایي چې قضیه یې باید وڅېړل شي.
څو ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت یو دېوال ویجاړ شوی چې په جوړولو یې ۱،۸ میلیونه ډالر لګول شوي دي. آژانس ادعا کړې وه چې په دې پروژه کې پراخ فساد موجود دی او باید حکومت یې په هر اړخیزه توګه وڅېړي. تازه د مشرانو جرګې د نړیوالو کمېټې مشرتابه د یادې قضیې په تړاو په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني، د ولسمشر د یوه سلاکار او د ماليې د پخواني سرپرست وزیر همایون قیومي او شاد محمد څرګند په ګډون څلور کسه لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي دي.
د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی وایي چې د حکومت په ټولو برخو کې پراخ فساد نور د شرم وړ دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. د ده په خبره، په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د دېوال جوړولو په پروژه شوی فساد ستر جنایت دی چې باید لویه څارنوالي یې په هر اړخیزه توګه وڅېړي. د ده په خبره: ((یوازې دا قضیه نه ده، حکومت په پراخ فساد کې ښکېل دی، دا څه حال دی، په هر څه کې فساد نور شرم دی، نور باید مشرانو جرګه په دې اړه پټه خوله نه شي، نور باید د حکومت پر وړاندې اقدام وکړو او هر فرمان یې ورسره ونه منو)).
پر همایون قیومي او شاد محمد څرګند تور دی چې دوی په واشنګټن کې د دېوال جوړولو په پروژه کې سلګونه زره ډالر حیف میل کړي دي. کلیمزي په پرونۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: ((د مالیې وزارت پخواني سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ولسمشر بل سلاکار شاد محمد څرګند، د قیومي سکرتر او د څرګند زوم پراخ فساد کړی دی. کمېسیون پرېکړه کړې چې یاد څلور چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني)).
د مشرانو جرګې مشر هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د بېوزلو افغانانو له مالیاتو او نړیوالو مرستو د بېلو پروژو په نامه د پیسو غلا کول او فساد ستره جفا ده او په وینا یې، دغه ډول قضیې باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي. نوموړي پر لویې څارنوالۍ هم غږ کړی چې مسئله دې په پوره بې طرفۍ او هر اړخیزه توګه وڅېړي.
د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر ښاغلی کلیمزی دا هم وایي چې د ولسمشر ځینې سلاکاران دلته د پیسو د غلا کولو او ټولولو لپاره راغلي وو. د ده په خبره، په فساد کې ښکېل ډېری کسان په تېره د سفارت د دېوال په قضیه کې ښکېل مفسدین په بهر کې دي، چې څوک یې نه شي پيدا کولی. د ده په خبره: ((د ولسمشر ځينې سلاکاران دلته د پیسو ټولولو ته راغلي وو، دوی فساد وکړ، اوس په امریکا کې دي، چې نه یې ولسمشر پیدا کولی شي او نه یې موږ پیدا کولی شو)).
کلیمزی وایي چې د افغانستان په تاریخ کې دومره په فساد کې ښکېل نظام نه و تېر شوی. د ده په خبره: ((د افغانستان په تاریخ کې هېڅ داسې فاسد نظام نه دی تېر شوی. په هر څه کې فساد، په ډوډۍ کې، په ساختماني مسایلو او نورو مواردو کې فساد، دا څه حال دی، ددې وطن پر حال زړه وسوځوئ)).
په دې وروستیو کې پر افغان حکومت د فساد تورونه خورا ډېر دي. نړیوالې ټولنې، اروپايي تولنې، د افغانستان پر شفافیت د څار بنسټ هم پر افغان حکومت غږ کړی چې د فساد مخه ونیسي او د ختمولو لپاره یې دې عملي تګلاره جوړه کړي.