پاکستان وایي هیله لري چې له افغانستان سره یې سوداګري بېرته وده وکړي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي د کرونا ویروس پراختیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی. هغه وایي هیله لري چې د کرونا ویروس دویمه څپه خپره نه شي او په دې توګه دغه بندرونه بیا ځلې زیانمن نه کړي. صادق همدا راز وایي دی تمه لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې او پیاوړې شي.