کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په فاریاب کې یې نږدې دوو زره مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه کاري فرصتونه د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام له لوري برابر شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دغه مېرمنې تر دې وړاندې وزګاره او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې. د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې دغه مېرمنې اوسمهال د سبزیو او مېوو د پروسس په برخه کې پر کار بوختې دي.
د یادونې ده چې د کرنې او مالدارۍ وزارت دغه پروژه په ٢٠١٤ میلادي کال کې پیل کړې او له دې لارې یې نږدې ٦ زرو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې او دوی اوس له دې لارې کولای شي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.