د بامیانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په فلاتونو سیمه کې پر دوه زره کورنیو لمریز نغري/اجاقونه وېشل شوي دي. د بامیانو د چاپیریال ساتنې رييس ويلي، چې دغه لمريز نغري د اقلیمي بدلون د رسېدنې پروژې له لوري ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو نغریو د وېش موخه پر طبیعي منابعو د فشار کمول دي. هغه دغه راز له يادو کورنيو غوښتي چې له دغو نغريو څخه په سمه توګه استفاده وکړي.