د هندي رسنیو د راپورونو له مخې له هغه ورځې چې پاکستان افغان سوداګرو ته د واګه بندر له لارې له هند سره د سوداګرۍ اجازه ورکړې ده، ۱۴ لارۍ په دې لار هند ته ننوتې دي. په دې لاریو کې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي چې تر ډېره وچه میوه ده هند ته صادر شوي دي. هندي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له خپل لوري نورې اسانتیاوې هم راولي او تمه یې ښودلې چې پاکستان له دغه سوداګرۍ سیاسي استفاده و نه کړي او اجازه ورکړي چې افغان سوداګر په بېغمه او ارام ذهن خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.