ایراني چارواکي وایي، افغانستان کولای شي سر له سبا څخه د چابهار بندر د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ لپاره وکاروي. د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په چابهار بندر کې په یوه ځانګړې ناسته کې د سیستان او بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني او حسن کاظمي قومي، سره کتلي دي. په دې غونډه کې په افغانستان کې د ایران سفیر او یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم ګډون کړی و او ایراني لوري ویلي چې افغانستان کولای شي سر له سبا څخه د چابهار بندر د صادراتو او وارداتو لپاره وکاروي.