د رییس الورزا اقتصادي مرستيال د چابهار بندر تر ليدنې وروسته له يو شمېر ايراني چارواکو سره ليدلي دي. د نوموړي دفتر پر ټويټرپاڼه ليکلي، اقتصادي مرستيال په دې لېدنې کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجتالله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یو شمېر نورو ایراني مسوولینو سره کتلي دي. د دغه لیدنې پر مهال، نوموړي له ایراني لوري غوښتي، چې په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اوږد مهال لپاره په مناسبه بیه ځمکه ځانګړې کړي، د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او افغانستان ته له چابهار بندر څخه د استفادې لپاره سهولتونه برابر کړي، هغه ويلي په دې سره به د افغانستان د ترانزیټ په کچه کې زیاتوالی راشي. بلخوا ایراني لوري بيا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته ویلي، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي. د ایراني مسوولینو په خبره، ایران په دغه برخه کې بشپړ چمتووالی لري.