افغانستان ایران او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي. د راپورونو له مخې، په دې درې اړخیز ویډیویي کنفرانس کې پر اقتصادي، ترانزیټي او نورو اړوند مسائلو مفصلې خبرې اترې شوې دي. د ایران د ښار او سړک جوړونې وزیر محمد اسلامي ویلي چې هېواد یې له افغانستان او ازبکستان سره د سیاسي او د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېواله دی او په خبره یې، ایران به افغان او ازبک سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې لا ډېره هڅه وکړي. هغه زیاته کړې چې ایران د چابهار- زاهدان پر رېللارې ډېره پانګونه کړې ده او دا لار به په نږدې راتلونکې کې د دې جوګه شي چې د افغانستان او ازبکستان تجارتي توکي په ډېرې اسانۍ جنوبي بندرونو ځانګړې توګه چابهار بندر ته ولېږدي. په ورته وخت کې د افغانستان د ترانسپورټ وزارت سرپرست یما شمس یادې غونډې ته ویلي چې ایران په اقتصادي برخه کې د افغانستان یو باوري ملګری دی او دوی تمه لري چې د هرات- خواف رېل پټلۍ په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پراخې شي.