د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي چې د ولسمشر په لارښوونه د هرات والي وحید قتالي د ایران د رېللارو د ادارې له مرستیال سره یو ځای د افغانستان په خاوره کې د هرات-خواف رېل پټلۍ د جوړېدو له چارو لیدنه کړې ده. دواړو لورو ویلي چې ددغه پټلۍ د ژر جوړېدو لپاره به اړین اقدامات ترسره کوي او هڅه کېږي چې ژر تر ژره ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د هرات والي ویلي چې ددغه پروژې په تکمیل سره به د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي او دا به د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ګټور ګام وي. ایراني لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره د پرمختګ او ودې لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.