د لوګر ولایت مرکز پل علم ښاروالۍ چارواکي وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ٢٢ میلیونه افغانۍ عواید راټولې کړي دي. د پل علم ښاروالۍ لخوا ولس ته د حساب ورکولو په نوم غونډه جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، قوميمخورو، ځوانانو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی وو. د پلعلم ښاروال په یاده غونډه کې وویل چې د ١٤٠٢ کال د لومړي او دویمې ربعې په لړ کې یې د څه باندې ١٨ میلیونه ثابت عواید او دغه راز څه باندې ۴ میلیونو غیر ثابت عواید را ټول کړي دي او د دې ترڅنګ یې نږدې ١٢ سوه صنفي جوازونه وېشلي او همدا راز له ٣٠ میلیونو افغانیو څخه زیات عواید یې پر ځینو ادارو پاتې دي.