ولسمشر غني وایي هغه کسان به د عدلي او قضايي ارګانونو له تعقیب سره مخ شي چې د کرونا لپاره په ځانګړې شوې بودیجه او مالي لګښتونو کې یې فساد کړی دی. ولسمشر غني د پلټنې ادارې هغه راپور اورېدلی چې د کرونا په برخه کې په لګول شوو پیسو کې یې د پراخ فساد دموجودیت خبره کړې وه. ولسمشر لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې ده چې په دغه راپور کې شوې ادعاوې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د هغه کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې په فساد کې ښکېل دي. هغه ویلي د فساد پر وړاندې مبارزه لومړیتوب دی او ټول هغه راپورونه به څېړل کېږي چې د کرونا ضد مبارزه کې د فساد دموجودیت په اړه ورکړل شوي دي. ولسمشر له لویې څارنوالۍ او نورو اړوندو ارګانونو وغوښتل چې د پلټنې ادارې له راپور سره سم دې تورن کسان تعقیب، خپلې پلټنې دې بشپړې کړي او په راتلونکو درېیو اونیو کې دې د خپلو کړنو راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.