سعودي عربستان وایي چې په افغانستان کې د سلو ښوونځیو پر ځای شپږ سوه ښوونځي جوړوي. په سعودي عربستان کې د افغان سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان سفیر د سعودي عربستان د پراختیا صندوق له چارواکو سره ویډيويي کنفرانس درلود. په دې کنفرانس کې هوکړه شوې چې سعودي عربستان به د سلو ښوونځیو پر ځای شپږ سووه ښوونځي جوړوي او همدا راز به په افغانستان کې په نورو انکشافي پروژو کې هم مرستې کوي. تر دې وړاندې سعودي عربستان ویلي وو چې په افغانستان کې به سل ښوونځي جوړوي. عرب چارواکو ویلي چې شپږ سووه ښوونځي به د انکشافي شوراګانو له لوري جوړېږي او کیفیت به یې د یوه مستقل شرکت له لوري ارزول کېږي.