لویه څارنوالي وایي چې د دغې ادارې څلور کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي. د یادې ادارې له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر یې د دوه زره امریکایي ډالرو او د دغه ولایت د لعل پورې ولسوالۍ د څارنوالۍ امر بیا د ۳۶ زره افغانۍ رشوت اخیستو پر مهال د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ له لوري نیول شوي دي. خبرپاڼه دغه راز کاږي چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ امر او اداري مدیر هم د درې زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیول شوي دي. لویه څارنوالي وایي چې دوی له فساد سره د مبارزې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې او له تېر کال راپدېخوا یې د فساد اړوند ۳۸ قضیې مستندې کړې چې عاملان یې یا نیول شوي او یا هم تر عدلي تعقیب لاندې دي.