د افغانستان بانک ریاست منلې چې د روان زېږدیز کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې په دویمه نېټه د مازدیګر په ۵:۴۰ دقیقو ددغه بانک د ننه یو شمېر امنیتي کامرې خاموشې شوې وې. د افغانستان بانک له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د همدې ورځې د ماښام په ۷:۱۰ دقیقو د بانک له سرپرست اجمل احمدي سره یاده ستونزه شریکه شوې او د ماخوستن په اته بجې یې په همدې تړاو بیړنۍ ناسته کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پلټونکي پلاوي له څېړنو وروسته د کامرو د بندېدو لامل یوه تخنیکي ستونزه او د تخنیکي کار کوونکو غفلت بلل شوی دی، چې له کبله یې د بانک شتمنیو ته کوم زیان نه دی اوښتی. څو ورځې وړاندې کابل نیوز داسې راپورونه خپاره کړل چې د افغانستان بانک کې د څلورو ساعتونو لپاره برېښنا قطع شوې وه او امنیتي کمرې بندې شوې وې. ویل کېږي چې د بن له کنفرانس وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان بانک برېښنا پرې او امنیتي کمرې یې بندیږي. د افغانستان خلکو دغه چاره د اندېښنې وړ بللې وه او په دې تړاو یې د جدې وضاحت غوښتنه کړې وه.