د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ یې د هیواد د څو بندرونو له لارې ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۶ زره ۹۰۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹ زره ۵۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره ۷۰۳ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تېره اونۍ کې ۲۲۰۵ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دي. دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.