د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سپين زر له دولتي شرکت څخه لېدنه کړې ده. نوموړي د یاد شرکت د مسوولینو د ترسره شوو هڅو او فعالیتونو ستاینه کړې او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي. یاد شرکت اوس مهال د مالوچو، نباتي غوړیو، کنجاړې، د صابون، کاغذي دستمالونو او په مختلفو اندازو د پلاستیکي بوتلونو د جوړولو په برخه کې تولیدات لري.د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره دکندز سپين زر دولتي شرکت په عصري وسایلو سمبال شوی او د خامو موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په حرکت راغلى دى او د دې ترڅنګ په یاد ولایت کې سلګونو کسانو ته پکې د کار زمينه هم برابره شوې ده.