د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مرکز د غه ولایت د یوشمېر سوداګرو په مالي لګښت جوړ شوی دی. د یاد ولایت د فيض اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، چې دغه سوداګريز مرکز په يوه پوړ کې جوړ شوى او تر ١٨٠ زيات دوکانونه لري. د یاد ولایت يو شمېر هټيوال وايي، چې دوی پخوا په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوس د دغه سوداګريز مرکز په جوړېدو سره یې ستونزې هوارې شوې دي. په ورته مهال د بدخشان ولایت ځایي چارواکو هم د دغه مرکز د جوړېدو موخه په فيض اباد ښار کې د بازار پراختيا بللې او ویلي یې دي، چې په دغه سوداګريز مرکز کې ټولې لازمې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.