د افغانستان بانک چارواکو خبر ورکړی، چې په مرکز او سویل ختیځ زون کې یې یو میلیارد ۱۸ میلیونه ۴۳۶ زره د افغانیو مندرس نوټونه سوځولي دي. یاد بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې راټولشوي زاړه بانکنوټونه د یاد بانک د سرپرست، په حضور کې سوځول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مندرس نوټونو کې د افغانۍ ټولې بڼې شاملې وې او له راټولو او کره شمېرنې وروسته سوځول شوې دي. د یادولو وړر ده، چېتر دې وړاندې د افغانستان بانک په بلخ ولایت کې ۵۳۸ میلیونه ۳۹۱ زره زړې افغانۍ راټولې او سوځولې وې او همدا راز په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د افغانستان بانک لخوا د افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او سوځول شوي وو.