د کتای په نامه د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي کوریدور له لارې لومړنۍ محموله افغانستان ته را رسېدلې ده. د هېواد ترانسپورټ وزارت له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې دا محموله نن هرات ته را رسېدلې ده. تر دې وړاندې د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیسل کېدو خبر ورکړی و. مصطفی ایتي ویلي وو چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، کتای ترانزیټي دهلیز د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ جوړ شوی دی چې موخه یې د افغانستان او تاجکستان له لارې مرکزي اسیا سره د ایران او نورو شریکو هېوادونو وصلېدل دي.