د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په چپرهار، کوز کونړ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي دي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې یادو اړمنو مېرمنو هرې یوې ته یې د چرګانو د روزنې په موخه ٣٠ کورنۍ چرګې ٧٥ کېلو د چرګانو دانه، درمل او د فارمونو نور اړین وسایل هم وېشلي دي. دا په داسې حال کې ده چېله دې وړاندې هم د (FAQ) موسېسې له لوري د دغه ولایت په سره رود، کامې او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۵۰۰ بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوي وو.