د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې وروستیو کې یې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د خرما ونې په فني او مسلکي توګه القاح، ښاخبري او اصلاح کړي چې حاصلات یې ور سره ډېر شوي دي.
د دې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرما ونو بڼونه یې لرل، د خرما ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې اوسمهال د خرما هغه ونې چې عملأ القاح شوي، حاصلات یې ښه دي.
د دوی په خبره، تر دې مخکې د خرما دغو ونې حاصلات نه ورکول، خو وروسته تر دې چې دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو، نو ورسره د خرما ونو حاصلات هم ښه شو.