د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت یې، د کمال خان بند د لاندېنۍ برخې کانال د جوړولو چارې بشپړې کړې دي. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کمال خان بند د لاندېنۍ برخې کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. دا کانال چې د کمال خان بند اوبه د نیمروز مرکز زرنج ښار ته لېږدوي؛ ۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره سور لري چې چارې یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې او لګښت یې د افغانستان سرپرست حکومت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.