د کابل ښاروال د عوایدو د څرنګوالي په اړه د ۲۲ ناحیو د رئیسانو او د عوایدو آمرانو ته په غونډه کې ویلي، چې د کابل ښاروالۍ عواید دې په شفاف ډول راټول کړل شي. د مالوماتو له مخې د کابل ښاروال پرون ورځ په دې غونډه کې داهم ویلي، چې د کابل ښاروالۍ عواید د ملي عوایدو یوه برخه ده او پر بنسټ یې ښاریانو ته چوپړتیاوې وړاندې کېږي. ښاروال د ناحیو له ټولو مسوولينو څخه غوښتنه کړې، چې د کابل ښاروالۍ له پوروړو څخه دې هرڅه ژر پورونه راټول کړل شي او ټنګار یې کړی، هغه کسان چې د ښاروالۍ پورونه نه ادا کوي له قانوني چلند سره به مخ شي. د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د برخې مسوولينو ویلي، چې د تېر کال په پرتله په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.