د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي به په نوي میلادي کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري. د اوچا د اټکل له مخې ۲۳،۷ میلیونه افغان وګړي به په۲۰۲۴ کال کې نړیوالو بشري مرستو ته اړ وي. په راپو کې دغه راز ویل شوي، چې که څه هم په تېر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له اقتصادي اړخه نسبي ثبات درلوده، خو بیاهم ۶۵ سلنه کورنیو اقتصادي ضربه لیدلې ده. د ملګروملتونو د څېړنو له مخې افغانستان ته د ګډوالو راتګ، خراب اقتصادي وضعیت او بې کاري هغه څه دي، چې باید له دغه هیواد سره ډېرې بشري مرستې وشي.