د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کندوز ولايت کې د عليآباد – خانآباد عمومي سړک د پخولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد وزارت چارواکو ویلي، د دغه سړک ۲.۵ کیلو متره په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی او ۲۳ کیلو متره یې بیا رغول شوی دی. د مالوماتو له مخې په دې سړک ۳۸.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو چارې یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوې دي. په کندوز کې دغه پروژه په داسې حال کې بشپړېږي چې په روان کال کې د ټولګټو چارو ریاست لخوا په دغه ولایت کې تراوسه پورې ۶ پراختیايي پروژې د ۵۲ میلیونو۱۳۶ زره افغانیو په لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.