د کندهار ولایت په مرکز کې د څه باندې ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت د «میانکوه» چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه چیکډېم د یو.ان.ډي.پي موسسې په مالي همکارۍ د ۱۰ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښاروالۍ تر رهبرۍ لاندې د ۲ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره، دغه چکډېم ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۵۰ متره سور او ۹ متره جګوالی لري چې د ۱۵۰ زره متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې د دغه چکډېم په جوړېدو سره د ښار د شپږو ناحیو د سېلابي اوبو مخنیوی هم شوی دی. په کند هار کې دغه چکډېم په داسې حال کې جوړېږي، چې د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د یو شمېر چکډېمونو چارې بشپړې او یا تازه پیل شوې دي.