د غور ولایت د پاسپورت مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې تردې مهاله ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د پاسپورټ مدیر رسنیو ته ویلي، د روان کال د وري له میاشتې څخه تراوسه پورې د ۱۲ زره توکه پاسپورټونو د وېش له درکه دغه ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. بلخوا د غور ولايت اوسېدونکي هم د پاسپورټونو د وېش له بهيره خوښي څرګندوي او وايي د پخوا په پرتله د دغه ولايت د پاسپورټ په مديريت کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوې او اوس خلک کولای شي په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.