د خوړو نړیوال سازمان د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۲ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ وو خو کرونا وبا د دغه هېواد میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ کړي دي. یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، په پام کې لري چې له شاوخوا ۱۰.۳ میلیون هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له لوږې سره مخ دي. په افغانستان کې د یاد سازمان سرپرست رابرټ کسکا ویلي، دوی له کرونا ځپلو افغانانو سره ۳۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. که څه هم د امریکا پراخیتایي ادارې له کرونا ځپلو افغانانو سره د مرستې په موخه یاد سازمان ته ۱۲ میلیون ډالر ورکړي دي خو یاد سازمان یې کافي نه بولي او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه یې د نورو مرستو غوښتنه کړې ده. د یادونې ده چې ولسمشر غني د ملي دسترخوان برنامې په پرانیستغونډه کې ویلي وو چې اوس د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي.