د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د روان مالي کال د مرغومي میاشتې په بهیر کې له دې لارې ۳۸۶ زره ۶۴۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۹۵ زره ۲۴۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۷ زره ۶۱۶ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۳ زره ۷۹۲ ټنه چې ټولټال ۳۸۳ زره ۶۴۷ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۳۰۰۲ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي. د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ژمنه کړې چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.