د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د فراه شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې ایران ته ۶ موټره بې کیفیته اوسپنیزو ګاډر ورګرځولي دي. دغه ادارې ویلي چې د څار له مخې د فراه ۷۸ میل بندر څخه ۶ موټره اوسپنیز ګاډر چې کیفیت یې له ملي سټنډرډونو سره سمون نه درلود، دوی یې هېواد ته د واردېدلو مخه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یادې ادارې هېواد ته د زرګونه ټنه بې کیفیته تېلو د وارېدولو مخه نیولې ده. دغه اداره زیاتوي چې د هېوادوالو د روغتیا او غوره ژوند د تضمین په موخه پر ټولو تولیدي، وارداتي او صادراتي توکو ملي سټنډرډونه پلي کوي او اجازه نه ورکوي څو د غیر معیاري توکو په واردلو سره هیواد وال له ستونزو سره مخ شي.