د پکتیکا ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د ګومل فرعي سیندیزې حوزې ریاست له لوري د یوسف خېل ولسوالۍ اړوند د خیربین په سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند د رغولو چارې پیل شوې دي. د ګومل فرعي سندیزې حوزې رئیس ویلي، چې د خیربین په سیمه کې دغه کوچنی بند د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږيد چارواکو په خبره قراردادي شرکت به د ټاکل شوي هوکړه لیک او ټولو اصول مطابق خپل کارونه مخکې وړي او چارې به یې د ټاکلي وخت سره سم بشپړیږي. د یادولو وړده، چې د ګومل فرعي سندیزي حوزې ریاست تر چتر لاندې په پکتیکا کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو کوچني بندونه هم جوړېږي، چې د ځینو یې د جوړولو چارې هم روانې دي.