د لوګر ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکو په جوړېدو سره ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست د مالوماتو له مخې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د آزرې ولسوالۍ په سلیم خېل، چهار قلعه چوبي، جانو کنج راغه، توری خېل، صادق خېل او نغلک سیمو کې د اوبو رسولو ۶ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په یادو پروژو کې ۶ لویې او وړې ذخیرې، څه باندې ۷ زره متره پایپ لینونه، او کور په کور نلکې نښلول شاملې دي.