د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ایران کې پر شاقه او د سړک سر کارونو بوخت ډېری ماشومان افغان کډوال دي. ددوی په خبره د ایران حکومت په دې تړاو له افغان چارواکو سره ګڼې جلسې لرلې دي او له دوی یې غوښتي چې ایران ته د ماشومانو او کم عمره ځوانانو د ورتګ مخنیوی وکړي. ایراني چارواکي وايي دغه ماشومان په ایران کې په شاقه کارونو بوخت وي خو ددوی له هڅو سره سره ددغه ماشومانو شمېر کم شوی نه دی بلکې ورځ تر بلې ډېرېږي.