ایران وایي تر ۲۶۰۰ پورې پر سوداګریزو توکو بار لارۍ افغانستان ته د ننوتو په تمه ولاړې دي. په ایران کې د دوغارون سرحدي بندر چارواکو ویلي چې دوی هره ورځ ۱۲۰ لاریو ته افغانستان ته د ننوتو اجازه ورکوي ځکه د افغانستان په ګمرکونو کې د لاریو د څارلو او ګمرکي مراحلو د طی کولو ظرفیت کم دی چې له همدې امله سلګونه لارۍ په ایران کې ولاړې دي. ایراني چارواکي وایي دمګړی ۲۶۰۰ په توکو بار لارۍ د ایران په دوغارون مرزي سیمه کې ولاړې دي او باید افغانستان ته د ننه شي. دوی ویلي چې روان کال له ایرانه افغانستان ته په تلونکو سوداګریزو کاروانونو کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی. دوی تمه ښودلې چې په افغانستان کې په ګمرکي ادارو کې ظرفیت لوړ شي څو پر توکو بار لارۍ ورځې ورځې ایران کې په تمه پاتې نه شي.