د ایران او افغانستان د ګډې پولې دواړو خواوو ته د ولاړو موټرونو چلوونکي وایي حکومتونه دې ژر تر ژره د پولې د پرانیستو ستونزه حل کړي. ویل کېږي چې د نیمروز په سرحدي بندر کې ایراني او افغان لوري ته د ستونزو له امله دواړو خواوو ته سلګونه بار لارۍ ولاړې دي خو د تېرېدو راتېرېدو اجازه نه ورکول کېږي. ددوی په وینا دواړه هېوادونه هم هڅه نه کوي چې دغه ستونزه حل کړي او په دې توګه سلګونه لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي. ایراني سوداګرو ویلي چې ایراني حکومت د افغان لوري لسګونه لارۍ درولې دي چې په مقابل کې یې افغان لوري هم پخپله خاوره کې تر ۳۰۰ پورې په توکو بار ایرانۍ لارۍ درولې او د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي. سوداګرو پر حکومتونو غږ کړی چې خپلې ستونزې حل کړي او دوی ته دې مالي زیانونه نه اړوي.