د چابهار بندر چارواکو د افغانستان له خصوصي سکتور سره هوکړه لاسلیک کړې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري ورسره کوي. ایراني لوري ویلي چې د هوکړې له مخې به افغان سوداګرو ته د توکو د ګودام کولو لپاره ځایونه او نورې اسانتیاوې رامنځ ته کېږي او همدا راز به هڅه دا وي چې د چارو د اسانتیا او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هر ډول امکانات برابر شي. چابهار په ایران کې د هند له لوري د افغانستان لپاره جوړ شوی سوداګریز بندر دی چې ویل کېږي اوس پکې سوداګریز فعالیتونه په ښه توګه مخ ته روان دي.