د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د یاد هېواد ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف افغانستان ته د نورو بشري مرستو لېږد فرمان لاسلیک کړی دی. محمدوف په یاد فرمان کې د دغه هېواد روغتیا وزارت ته لارښوونه کړې چې یوه کارګو بشري مرستې چمتو او بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د یادې مرستې لېږد او تحویل یقیني کړي. راپور د محمدوف له قوله لیکلي چې ترکمنستان له افغانستان سره لا ډېرو بشري او نورو مرستو ته چمتو دی. راپور کې د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو یاد هېواد وړاندې تر دې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.