د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولین او یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي چې په دې وروستیو پنځو کلونو کې د حکومت په عایداتي ادارو لکه مالیې وزارت، ګمرکونو ښاروالۍ او نورو دغه ډول اداراتو کې فساد اوج ته رسېدلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونو غړی خان جان الکوزی وایي په دې فساد کې ان لوړپوړي کسان هم لاس لري. دده په خبره په عایداتي اداراتو لکه ګمرکاتو او نورو کې زورواکي ډېره شوې ده، پوښتنه نشته او ان ویل کېږي چې ډېر لوړپوړي چارواکي په دې پروسه کې دخيل دي. د سوداګرۍ خونو مسوولین وایي د تېرو کلونو په پرتله نه یوازې دا چې د فساد په کچه کې کموالی نه دی راغلی بلکې لا ډېر شوی هم دی. د افغانستان پر شفافیت د څار بنسټ هم وایي چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او د نړیوالې ټولنې د لوایحو او طرزالعملونو په عملي کولو کې هم کمزوری دی.