د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال وايي، چې تېره شپه د بلوچستان یو شمېر امنیتي ادارو د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي پر کور عملیات کړي او یو ساتونکی یې نیولی دی. زیارتوال په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور عملیات او تالاشي غندلې او لامل یې په ملي جرګه کې د عمران خان په تړاو د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې یادې کړې دي. محمود خان اڅکزي دوه ورځې وړاندې د پاکستان په ملي جرګه کې ویلي وو، چې عمران خان د خلکو رایه اخیستې وه او د حکومت له خوا په ټاکنو د نوموړي په حق کې درغلۍ شوې دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه لوړ رتبه سیاستوال زیاته کړې ده، چې پاکستانی حاکم حکومت له مختلفو لارو هڅه کوي، چې د سیاسیونو غږ ټپ کړي.