د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د سوداګرۍ او بندرونو د برخې چارواکو ویلي چې د روان شمسي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان تر ۱۵ زره ټنه پورې سوداګریز توکي د چابهار بندر له لارې صادر کړي دي. دغه چارواکي وايي چې تېر کال په همدې موده کې د افغانستان یوازې یوولس لارۍ توکي د ایران له بندرونو صادر شوي وو. ایراني رسنۍ دغه راز وایي چې د افغانستان ۳۴ لارۍ توکي د ایران له لارې ترکیې ته هم صادر شوي دي. دغه هېواد له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی او په خبره یې دوی هڅه کوي په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځ ته کړي او سوداګري وغوړوي.